د کندز ولایت بريښنا رياست ته د چهاردرې ولسوالۍ د برېښنا بیا رغونې تجهیزاتو لېږد ترسره شو. دغه تجهیزات، چې د پخوانۍ ۶ کیلوولټه زړې شبکې پر ځای د نوې ۲۰ کیلوولټه معیاري شبکې د غځولو لپاره را رسیدلي دي، ډېر ژر به فعال شي.

په دې پروژه کې ترانسفارمرونه، پايې، صندوقونه او براکېټونه شامل دي، چې د برېښنا وړاندې کولو کیفیت به ښه او د پېرودونکو لپاره عصري او باوري برېښنا چمتو کړي.

Share.