د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د کرنې مدیریت وايي، چې په دې ولسوالۍ کې اوسمهال د چرګانو ۸۰ فارمونه فعال دي، او دا شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. چارواکي وايي، چې د فارم جوړولو او پالنې په برخو کې يې له بزګرانو سره تخنیکي مرسته کړې، چې دا چاره د فارمونو د پراختیا لامل شوې ده.
خلک هم د چرګانو، څارويو او کبانو فارمونو جوړولورته لېوال شوي، او له همدې لارې خپل اقتصادي لګښتونه پوره کوي. فارم لرونکي وايي، که ملاتړ دوام ومومي، نو کندز به د چرګانو د غوښې او هګیو له اړخه پر ځان بسیا شي.

Share.