د کندز ولایت مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب د پلازمېنې کابل سفر پر مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدنه وکړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د راستنېدونکو کډوالو د اوسني وضعیت، ستونزو او د ژمي لپاره د مرستو د همغږۍ پر لارو چارو بحث وکړ.
