د ا.ا ویاند مولوي ذبیح‌الله مجا…هد له افغانستان څخه روسیې ته د انارو د صادراتو پیل د اقتصادي پلوه یو ارزښتمن ګام بللی دی.

ښاغلي مجا…هد ویلي، چې د دې لړۍ له پیل سره به د هېواد مېوه‌جاتو په ځانګړې توګه انارو ته به یو بل ستر مارکیټ پیدا شي او د صادراتو په برخه کې به یو بل پرمختګ رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې په لومړي ځل د کندهار ولایت ۲۵ ټنه انار روسیې ته صادر شول او د روان کال تر پای به دغه شمېر ۲۵۰ ټنو ته ورسېږي.

Share.