د ټولګټو چارو وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د نهرین – جلګې عمومي سړک د لومړي لاټ د اساسي رغونې چارې پیل شوې دي. دغه وزارت ویلي، یاد لاټ چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د ۱۹۲میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي سکټور په همکارۍ قرارداد شوی، او تمه ده چې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي. د سیمې اوسېدونکي د دغې پروژې پر پیلېدو خوښي ښي او وايي، چې د دا ډول پروژو عملي کېدل د خلکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کوي.

Share.