د کندز ولایت د سپین زر اما…رتي شرکت مسوولین وایي، د دې شرکت پر ځمکه روانه پروژه چې لګښت یې له دوه میلیارده افغانیو څخه زیات دی، د سیمهییز اقتصاد لپاره نوې فرصتونه رامنځته کوي. په پروژه کې سوداګریزې او ودانیزې چارې شاملې دي، او هڅه یې دا ده چې ژر تر ژره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
