د ریاست‌الوزرا د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په وروستۍ غونډه کې د کان‌کېندنې پروژو کې د کورنیو سرچینو د ګټې اخیستنې د پالیسي مسوده تایید او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته لېږل شوې ده. د اقتصادي معاونیت په وینا، د یادې پالیسۍ په پلي کېدو سره به په کان‌کېندنې پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارونې کچه لوړه شي، پر وارداتو به تکیه راکمه او د کورنیو صنایعو او سیمه‌ییز اقتصاد د ودې لپاره به نوي فرصتونه رامنځته شي

Share.