د کندز ولایت په اداري غونډه کې د سپین زر اما…رتي شرکت له‌خوا د درې مهمو پرمختیايي پروژو قراردادونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شول.

د دغو پروژو له مخې، په قلعه ذال، امام صاحب او شیرخان بندر سیمو کې تجارتي ښارګوټي، مارکېټونه او یو هوټل جوړېږي.

لومړۍ پروژه د قلعه ذال ولسوالۍ په ۵۱ جریبه ځمکه کې د حاجي غلام سخي ترکمن شرکت له‌خوا د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي، چې ۷۸۸ دوکانونه، جومات، ښوونځی، کلینک، هوټل او شنې ساحې پکې شاملې دي.

دوهمه پروژه د امام صاحب ولسوالۍ کې د صداقت ممتاز او بن حسن زرغون شرکتونو له‌خوا د ۲۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۸۵ دوکانونو لرونکی تجارتي مارکېټ دی.

درېیمه پروژه په شیرخان بندر کې د بدري خالد شرکت له‌خوا د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سیاحینو لپاره یو معیاري هوټل جوړول دي.

دکندز والي الحاج محمد خان دعوت دغه پروژې د ولایت د اقتصادي ودې او د خلکو د کارموندنې لپاره مهمې وبللې او اړوندو ادارو ته یې د ښاري نظم د ساتنې لپاره د ګډې کمېټې د جوړېدو سپارښتنه وکړه.

Share.