د بلخ والي او د ازبکستان د سرخاندریا ولایت د مسوولینو ترمنځ د دوه اړخیزې هوکړې له مخې، ازبکستان به د افغانستان تازه مېوې او سبزیجات واردوي او د هوايي دهلېز له لارې به یې روسیې، چین او هند ته صادروي. د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د سرخاندریا والي د افغان سوداګرو له توکو د پېرلو او ګډو صادراتو د پیاوړتیا لپاره هم چمتووالی ښودلی. نوموړي ویلي: «خپلو خلکو ته ډاډ ورکړئ، هر چا چې ستاسې پر مخ دروازې وتړلې، موږ به د افغانستان او د افغانانو ترڅنګ ودریږو».
