د کندوز د ټولګټو ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ کیلومتره سړک د داغګیرۍ چارې پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره د دغه ولایت له عمومي سړک څخه د کندوز تر خان آباد ولسوالۍ پورې د ۳۵ کیلومتره سړک د داغګیرۍ چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو ریاست مسوولین وایي، یاده پروژه د سړکونو د خوندي ساتلو په موخه پلي کېږي او چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

Share.