کندز ښاروالۍ په روان لمریز کال کې د لسګونو پرمختیایي پروژو د پلي کولو پلان لري چې تر دا مهاله یې د ۱۲ پروژو عملي چارې پيل کړي دي.

د ښاروالۍ لخوا د ملا اسحاق کوڅې د کانکریټ کولو پروژه، د ښاروالۍ پارک د دیوال جوړولو پروژه، د شیرخان لیسې شاته کوڅه، د حاجي محمد علم کوڅه او د خاکنۍ لاندې سړک د کانکریټ کولو چارې بشپړې شوې دي.

د ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کړی چې د ښار د آبادۍ او ښاریانو د آسانتیاوو لپاره به کوچنۍ او لویې پروژې د پلي کېدو په حال کې وي او ښاریان دې د یادو پروژو په خوندي ساتلو کې خپل مسئولیت په ښه توګه ادا کړي.

Share.