د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۳۰۰ بې وزلو کورنیو سره د ۳۰ ټنو په اندازه د خوراکي توکو مرسته شوې ده. د افغاني سرې میاشتې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مرسته کې وریژې، اوړه، غوړي، نخود او نور خوراکي توکي شامل دي.
