د کندهار ولایتي چارواکو ویلي، چې سبا د دوشنبې په ورځ به په دې ولایت کې د انارو د فصل په مناسبت درې ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شي. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني ویلي، چې دا نندارتون د انارو او کورنیو تولیداتو د بازارموندنې او ملاتړ په موخه د یوه خصوصي شرکت، د سوداګرۍ ریاست، د صنایعو او معادن خونې په همکارۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ جوړېږي.
