د رغنیزو پروژو د دوام په لړ کې، د کندز ښاروالۍ له لوري د شرشرې کوڅې د کانکریټ کولو چارې په چټکۍ روانې دي.
یاده کوڅه د کندز ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې موقعیت لري، چې د کار له بهیر څخه یې د ښاروالۍ مشرتابه څارنه وکړه او د کیفیت پر لوړتیا یې ټینګار وکړ.

ښاروالۍ مسؤولینو ته لارښوونه وشوه چې د پروژې چارې دې د ژمي تر راتګ مخکې بشپړې شي او په دې برخه کې دې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د پروژو کیفیت او پر وخت بشپړېدل د کندز ښاروالۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، له همدې امله د ښاروالۍ مشرتابه تل د روانو رغنیزو چارو له بهیر څخه منظمې څارنې ترسره کوي.

Share.