د هرات–خواف رېل پټلۍ مسوولین وایي، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰ زره ټنه واردات ترسره کېږي، چې د تېرو وختونو په پرتله پنځه برابره زیاتوالی ښيي. تر دې مخکې، هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره ټنه واردات ترسره کېدل. د مسوولینو په خبره، هره ورځ شاوخوا دوه زره ټنه سوداګریز توکي، په ځانګړي توګه سمنټ او کاشي، د هرات روزنک تمځای ته لیږدول کېږي. دوی دغه پټلۍ د صادارتو او وارداتو لپاره تر ټولو غوره لار بولي. تېره اونۍ هم په لومړي ځل شل واګونه ډیزل له دې لارې افغانستان ته وارد شول.
