په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۳۵ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۳۵ زره ۴۸۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۲۶۹ ټنه توکي صادر شوي.
