د تورخم لارې د یوې میاشتې تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادراتو او وارداتو ته شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالر او ۱۶.۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې زیان رسېدلی دی. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د واک ته د ا.ا له رسېدو راهیسې پاکستان د افغانستان د بازار شاوخوا ۶۵ سلنه برخه ایران، منځنۍ اسیا، ترکیې او هند ته له لاسه ورکړې ده. راپورونه زیاتوي، چې د تورخم لارې د پرلهپسې بندیدو او د ناوړه سوداګریز چاپېریال له امله لویو سوداګرو خپلې پانګې ایستلي، او کوچني سوداګر یې له سخت مالي زیان او بېباورۍ سره مخ کړي دي.
