د عامې روغتیا وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د جاپان له نوي سفیر کنیچي ماساموتو سره په کتنه کې د روغتیايي همکاریو د پراخېدو په تړاو خبرې کړې دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان–جاپان او انتاني تخصصي روغتونونو د راډیولوژي مرکزونو جوړولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د ساري او غیر ساري ناروغیو کنټرول او د روږدو د درملنې په برخه کې پر همکاریو خبرې کړې دي. ماساموتو ډاډ ورکړی، چې جاپان به د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

Share.