د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې تر اوسه د کوچنیو او لویو کانونو په برخه کې له ګڼو کورنیو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي دي. هغه زیاته کړې، چې ځینو ایراني شرکتونو هم د سربو او جستو په کانونو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده. افغان ویلي، د تړونونو لپاره د کانونو وزارت یو شرط دا دی چې د استخراج پړاو له پیلولو وروسته په هېواد کې د کاني توکو د پروسس لپاره زمینه برابره کړي.

Share.