آریانا افغان هوايي شرکت څرګنده کړې، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د پرېکړې پر بنسټ به سر له نن (یکشنبه د لړم پېنځهویشتمه) څخه د کارګو الوتنو له لارې د صادراتو او وارداتو د لېږد رالېږد لپاره نوې او ټیټې تعرفې پلې کړي.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت ويلي، چې د دې پرېکړې له پليکېدا سره به نړیوالو بازارونو ته د افغانستان تولیدات او محصولات د تازه او وچې میوو، زعفرانو، غالۍ او نورو کیفیت لرونکو محصولاتو په ګډون پر ټیټ لګښت د لېږد منظمه زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې، چې دا اقدام به نه یوازې د صادراتو بهیر ګړندۍ کړي، بلکې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او له افغان سوداګرو په ملاتړ کې به هم اړین رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د سپارښتنې له مخې آریانا ته دنده سپارل شوې، چې هر کیلوګرام صادر شوي توکي پر یو ډالر او هر کیلوګرام وارد شوي توکي پر ۸۰ سینټو انتقال کړي.
