په کندز ولایت کې د «داکار» بنسټ په مرسته او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ مالدارانو ته د ژمي لپاره حیواني خوراک ووېشل شو.
دغه مرستې د مالدارانو د ژوندانه چارو د پیاوړتیا او د څارویو د ښې روزنې لپاره ځانګړې شوې دي، په ځانګړي ډول د سړې هوا په ورځو کې.
تر دې وړاندې هم د یاد بنسټ لهخوا یو شمېر کورنیو ته یوه ـ یوه غوا ورکړل شوې وه، چې د کورنیو په مالي حالت کې یې مثبت بدلون راوستی دی.
د کندز د کرنې ریاست له ټولو مرستندویه بنسټونو مننه کوي او ډاډ ورکوي چې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ پروګرامونه به په بېلابېلو برخو کې روان وساتل شي.
