له افغانستان سره د لارو بندېدو وروسته د پاکستان په بازارونو کې له افغانستان څخه د صادرېدونکو مېوو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اوسمهال د پاکستان په بازارونو کې یو من انار په ۸ زره او ۴۰۰ کلدارو او یو من انګور بیا په ۷ زره کلدارو پلورل کېږي. په پاکستان کې د مېوو او سبزیجاتو پلورونکي او پېردونکي له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو وروسته د بییو د بې ساري لوړېدو څخه شکایت کوي.
