د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنیزو څېړنو، کرنیزو تخمونو، د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا او د نباتاتو د ساتنې او قرنطین ریاستونو د عوایدو د لوړولو طرحو باندې خبرې شوې دي. دغه طرحې له هر اړخیز بحث وروسته د تایید وړ بلل شوي او د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې. د دې طرحو په پلې کېدو سره به د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کیفیت او کمیت لوړ، بهرنیو هېوادونو ته به یې په صادراتو کې اسانتیاوې رامنځته او د کرنې وزارت عواید به ورسره زیات شي.
