د پنجشېر ولایت ځايي مسؤلین وایي، له دې وروسته چې د پنځهشېر د بدخشان او نورستان ولایتونو سره د نښلوونکو پروژو کارونه بشپړ شول، د پنځهشېر او تخار ترمنځ د نښلونکي سړک د جوړولو تړون هم د ۴۵۱ میلیونه افغانۍ په ارزښت لاسلیک شوی او ډېر ژر به عملي کار پرې پیل شي.
د پنجشېر ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پروژه د اسلامي امارت د مشر له لوري منظور شوې او د کار د پیل چارې یې د پای ته رسېدو په حال کې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا سړک چې ۱۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د پریان ولسوالۍ د خاواک له کوتل څخه پیلېږي او د تخار ولایت تر ورسج ولسوالۍ پورې غځېږي.
ځايي مسؤلین وايي، د دغه سړک په جوړېدو سره به د پنجشېر او تخار د اوسېدونکو تګ راتګ اسانه شي، همدارنګه به د سوداګرۍ وده، د مالونو تبادله او د ګرځندوی پرمختګ ته لاره هواره کړي.
