په ننګرهار کې د ګنیو حاصلات او د ګوړې د تولید کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ۱۴۳زره۸۵۰ ټنه ګنیو له حاصلاتو څخه به د راتلونکې کرکېلې او شربت ترڅنګ ۹زره او ۲۰۰ ټنه ګوړه ترلاسه شي. د دغه ولایت په کامې، بهسود، کوز کونړ، ګوشتې، لعلپورې او بټي کوټ ولسوالیو کې، ګني کرل شوي، چې تر ټولو زیاته کرکېله او ګاڼۍ یې په کامې ولسوالۍ کې دي.

Share.