د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د کندز هوايي ډګر کې د عملیاتي وسایطو خوندیتوب او د اساسي تاسیساتو ساتنې په موخه، د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ترمینل او جومات د بیارغونې او د اوروژنې وسایطو لپاره د سیوري ځای د جوړولو چارې روانې دي.
یاد هوايي ډګر ته په اونۍ کې شاوخوا شپږ الوتنې د موسساتو او خیریه بنسټونو له‌خوا ترسره کېږي او د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هوايي ټرانسپورټي خدماتو کیفیت او د تاسیساتو ساتنه لا پیاوړې شي.

Share.