د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د پولیو واکسین کمپاین د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې رسماً پیل شو.

د کندوز د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر، ډاکتر غلام جیلاني عطايي، رسنیو ته وویل چې دا ځل د پولیو واکسین کمپاین د ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې پلي کېږي، چې له مخې به یې شاوخوا ۳۶۰ زره د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د پولیو پر ضد واکسین شي. نوموړي زیاته کړه چې د دې کمپاین موخه د پولیو ناروغۍ له منځه وړل، د ماشومانو روغتیايي خوندیتوب تأمینول او د سالم راتلونکي نسل روزنه ده.
ښاغلي عطايي همداراز له ولسونو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او د ټولنې له ټولو اغېزناکو قشرونو وغوښتل چې د عامې روغتیا ریاست له رضاکارو ټیمونو سره هراړخیزه همکاري وکړي، تر څو واکسین ټولو مستحقو ماشومانو ته پر وخت او په ښه توګه ورسېږي.
په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د پولیو مخنیوی یوه ملي او ټولنیزه وجیبه ده او د دې کمپاین بریا د ولسونو او اړوندو ادارو په ګډو هڅو پورې تړلې ده. هغوی له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د واکسین ټیمونو ته د خپلو کورونو دروازې پرانیزي او خپل ماشومان د پولیو له خطرناکې ناروغۍ وژغوري.

د یادونې وړ ده چې پولیو یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده چې تر ډېره ماشومان پرې اخته کېږي، او واکسین یې د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار بلل کېږي.

Share.