د کندز ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس، مولوي اسدالله حامد د تخنیکي پلاوي په ملتیا په دشت ارچي ولسوالۍ کې د یو کوچني اوبو بند د جوړولو له چارو څخه نظارت وکړ. یاد چیکډیم چې د ۴،۲۷۶،۰۰۰ افغانیو په لګښت د ډاکار دفتر په تخنیکي همکارۍ او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست تر څارنې لاندې یې چارې پیل شوې دي، ۵۰ متره اوږدوالی، ۲.۵ متره لوړوالی او د څه باندې ۱۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال لسګونو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې او له بشپړېدو وروسته به د باراني اوبو د مهار ترڅنګ د ځمکې د اوبو کچه پر خپل ځای وساتي.
