د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکېټ د کار د پرانیستې پر مهال له سیمې او نړۍ وغوښتل چې پر افغانستان لګېدلي تحریمونه او بې‌ځایه فشارونه کم کړي او له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي. نوموړي ټینګار کړی، چې یو باثباته او پیاوړی افغانستان نه یوازې د هېواد د پرمختګ لامل کېږي، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم مهم رول لري او دا مهال د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره مناسب فرصتونه برابر دي.

Share.