تېره شپه ناوخته مهال په بغلان ولایت کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۶ تنه سړي شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، دغه مسافر وړونکی موټر له پلخمري څخه کابل ته پر لاره و، چې د بغلان ولایت اړوند په ګولایي پنج سیمه کې د سړک د یخوالي له امله بې کنټروله او چپه شوی دی.
