د هرات د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د ناروغانو پر مخ د پاکستان د لارو تر تړل کېدو وروسته، په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره ځینې پرمختللي او پېچلي جراحي عملیات پیل شوي دي. د مسوولینو په وینا، د دماغ او نخاع، د بېلابېلو سرطانونو او سرطاني تومورونو جراحۍ اوس د افغان متخصص ډاکترانو له لوري په هرات کې ترسره کېږي. چارواکي زیاتوي چې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو او د متخصصینو د بېرته راستنېدو له امله، ډېری ناروغان نور اړ نه دي چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.
