د کندز ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د دې ولایت په مرکز کې ۲۰۰ اړمنو کورنيو ته خوراکي او غيرخوراکي مرستې وېشلې دي. د ياد ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې غنم او يو شمېر اړين ژمني توکي شامل وو، چې موخه یې د اړمنو کورنيو د ژوندانه د ستونزو کمول دي. مرسته‌اخيستونکو د ياد ریاست له هڅو مننه کړې او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

Share.