د هند حکومت له لوري د عامې روغتيا وزارت ته شپږ عرادې مجهز امبولانسونه وسپارل شول. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې ياد امبولانسونه چې په عصري طبي وسايلو سمبال دي، د بېړنيو ناروغانو د لېږد او عاجلو روغتيايي خدمتونو په برخه کې به اغېزناک رول ولوبوي. عامې روغتيا وزارت د يادو امبولانسونو له کبله د هند له حکومت څخه مننه کړې او دا اقدام يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتيايي همکاريو د پياوړتيا نښه بللې ده.
