د احصایې او معلوماتو ملي اداره ویلي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیله تر اوسه ۱۷ میلیونه او ۶۸ زره هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي، چې له ډلې یې ۱۰ میلیونه او ۶۲۱ زره نارینه او شپږ میلیونه او ۴۴۷ زره ښځینه وو ته وېشل شوې دي. د ارقامو له مخې تر ټولو ډېرې برېښنایي پېژندپاڼې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوې دي او څه باندې ۱۱ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې یوازې د ا.ا له بیا واکمنېدو تر اوسه وېشل شوې دي.
