د کندز ښار په مرکز کې د ډاکار دفتر له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، ۴۰ تنه د شولو کروندګرو ته کرنیز وسایل ووېشل شول. یاد کروندګر د شولو د اصلاح شويو کرنیزو طریقو د دودولو په برخه کې فعاله ونډه لري او دغه اقدام د شولو د حاصلاتو د زیاتوالي او د کروندګرو د ژوند د ښه کېدو په موخه ترسره شوی دی.

Share.