د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وایي، چې د بغلان ولایت د پلخمري ښار د کرکر له کان څخه اوس مهال په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۰ ټنه ډبرو سکاره استخراج او بازار ته وړاندې کېږي. د یاد شرکت مسوولینو ویلي، چې په څلورو لویو کانونو کې نږدې ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول کار کوي او هڅې روانې دي، څو د ډبرو سکرو تولید لا زیات شي. دوی وايي، چې د بغلان ولایت په پلخمري، تاله وبرفک او نهرین ولسوالیو کې د ډبرو سکرو کانونه د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
