دا پروګرام د بزګرانو د حاصلاتو زیاتوالي په موخه د افغانستان د کلیو پراختیا او بیا رغونې مؤسسې له خوا ديادې ولسوالۍ د کرنې مدیریت په همغږۍ ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ ترسره شوی دی.
دکندز ولايت د کرنې مسئوولين وايي ورته پروګرامونه د کرنې وزارت د پالیسیو له مخې د خوراکي خوندیتوب، تغذیې ښه والي او اقتصادي توان د زیاتوالي لپاره عملي کېږي.
