کندهار کې د احمدشاه بابا د کور بیارغونې چارې بشپړې شوې او د سیلانیانو پرمخ پرانیستل شو. اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د احمدشاه بابا د کور پر بیارغونه ۱۷.۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د دغه وزارت له داخلي بودجې ورکړل شوې دي. د احمدشاه بابا کور چې په بخارایي سبک رغول شوی و، په دوو پوړونو او یوې ځمک‌تلې کې شپږ لویې او دوه کوچنۍ خونې لري.

Share.