د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په روانه اونۍ کې ۹۲ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته هیواد ته را ستانه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
