د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو مرستو په دوام، بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د وېش دوهم پړاو د ولایت په مرکز کې پيل کړی دی. د مسوولینو په وینا، دا مرستې د غنمو د تولید د زیاتوالي، د کرنې د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په موخه وېشل کېږي.
