د کرکټ د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو د نړیوال جام سیالۍ نن د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيلیږي. د دې سیالیو د لړۍ په لومړۍ ورځ به د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي. د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کمر عمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره د جمعې په ورځ ترسره کړي. افغان لوبډله د دغو لوبو لپاره د تیاریو په لړ کې دوه تمریناتي لوبې، له آسټرالیا او سریلانکا سره ترسره کړې. د یادولو وړ ده، چې د دې جام سیالیو پای لوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.

Share.