په تېر یوه کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۵،۱ میلیونه مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې تېر کال د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۵،۱ میلیونه مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. نوموړي ویلي چې افغانستان د روان کال پرمهال د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین او یوشمېر نورو هېوادونو څخه سوداګریز، خوراکي توکي، نفت او ګاز راوارد کړي دي. د هغه په خبره، افغانستان په دې موده کې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته، وچه او تازه مېوې، کرنیز محصولات او لاسي صنایعې صادر کړي دي.

Share.