د کډوالو چارو د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۱.۷ میلیونه ډېر افغانان له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. نوموړی وايي، چې له یادو دواړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري. وثیق زیاته کړه چې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې د ویش پروسه هم په لویه کچه روانه ده. د شمېرو له مخې، د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې، له بېلابیلو هېوادونو نږدې ۷ میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي چې د هستوګنې او دایمي ملاتړ لپاره پراخو پروګرامونو ته اړتیا لري.

Share.