مالیې وزارت ویلي، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت له هدایت سره سم به، د روانې سلواغې میاشتې له ۱۹مې نېټې وروسته د هېواد په ټولو ګمرکونو کې له پاکستانه را واردېدونکي هېڅ ډول درمل محصول نشي. دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې له پاکستانه د درملو راواردوونکو ته خبرداری ورکړی چې تر راتلونکو ۱۷ ورځو پورې خپلې اړوندې سوداګریزې معاملې په بشپړ ډول ختمې کړي. اعلامیه کې یادونه شوې، چې افغان سوداګر دې تر راتلونکو ۱۹ورځو پاکستان کې خپل ټول مالي حسابونه تصفیه کړي.

Share.