د بغلان د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې روان کال په دغه ولایت کې له ۷۶ فارمونو څخه ۳۰ ټنه خالص او لوړ کیفیت لرونکي شات تولید او د هېواد بازارونو ته وړاندې شوي دي. سرچینې ویلي، چې د بغلان ولایت په مرکز او مرکزي بغلان، نهرین، خنجان، بنو، دهصلاح، پلحصار، برکې او ډنډغوري په ولسوالیو کې د شاتو د مچیو ۷۶ فارمونه فعالیت کوي، چې سږ کال یې ۳۰ ټنه شات تولید کړي دي.
