د افغانستان بانک ویلي، د اسعارو بازار کنټرول، د ډالرو د قاچاق مخنیوی او د متوازنو او دقیقو پولي سیاستونو له مخې توانېدلي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت باثبات وساتي. د افغانستان د صرافانو ټولنې رییس بهرام ځدراڼ بیا په ټول هېواد کې افغانیو دودول، د بهرنیو اړیکو پراختیا، د کورنیو تولیداتو او صنعت پیاوړتیا او په ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د افغانیو کارونه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د ملي کرنسۍ د بیو د ثبات عمده لاملونه بولي. د یادونې وړ ده چې اوسمهال یو امریکايي ډالر څه د پاسه ۶۶ افغانۍ سره تبادله کېږي.

Share.