د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته سفر کړی او هلته یې د راستنو شویو کډوالو لپاره د مرستو د وېش لړۍ پرانیسته کړې ده. دا مرستې د کډوالو چارو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لوري د مستحقو کورنیو لپاره وېشل کېږي. حنفي له خلکو غوښتي چې په سوړ ژمي کې له راستنېدونکو او بې‌وزلو هېوادوالو سره مرسته وکړي. د دې بهیر له مخې، هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ نغدې مرستې ورکول کېږي.

Share.