دغه وزارت ویلي، چې یادې کارخونې څه باندې ۶۰۰ قلمه درمل تولیدوي، چې د تېر په پرتله زیات شوي او له دې ډلې څلور کارخونې د نړۍوال تولید د سټنډرډ سندونه لري. د دغه وزارت ویاند وايي، له کورنیو درملو د ګټنې پراختیا په موخه هم هڅې دوام لري. سنوفارما، لایف پېرل، ملي شفا او ټي جي اېل هغه تولیدي کارخونې دي، چې توانیدلي د نړۍوال تولید د سټنډرډ سندونه ترلاسه کړي.

Share.