د بغلان د بورې دولتي فابریکې ۱۲۰ ټنه بوره تولید کړې ده. د یادې فابریکې مسوولین وایي، چې سږ کال له ۸۰۰ ټنه لبلبو څخه یاده اندازه بوره تر لاسه شوې ده. د مسوولینو په خبره په یاده فابریکه کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د فابریکې مسوولینو د لبلبو د کر زیاتېدو غوښتنه کړې، تر څو د وارداتي بورې اړتیا کمه شي. دغه فابریکه اوسمهال د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د ۵۰۰ ټنه لبلبو د پروسس وړتیا لري.
