د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې د تېر کال په پرتله د شېرخان بندر له لارې د افغانستان صادرات ۶۰ سلنه زیات شوي دي. د یادې خونې د صادراتو او پانګونې د پراختیا مدیر مسعود وحدت ویلي چې هره ورځ له ۵۰ څخه زیات موټر د شیرخان بندر له لارې تګ راتګ کوي او د افغانستان کورني تولیدات تاجکستان، چین، روسیې او قرغزستان ته لېږدوي. نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان په کورني تولیداتو کې سبزيجات، ممیز، کچالو، مېوې او نور توکي شامل دي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ تر ځنډ وروسته د هېواد لپاره د صادراتو ښه زمینه برابره شوې ده.
